ACB

د زرګونه ننګونو له منځه سل لوبې

Author : بختیار ساحل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې رامنځته کېدل څه اسانه خبره نه وه، هېواد کې کورنۍ جګړې، ژبنۍ او سمتي ستونزې، مهاجرت او دا رنګه سلګونه نورې ستونزې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د خلکو ژوند ګواښي. وطن له زیاتو کړاوونو او ستونزو سره لا هم لاس او ګرېوان دی، سربېره پر دې هره ورځ د بدبختیو زیاتې کیسې د دې هېواد د ورځپاڼو سرلیک وي. خلک په ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي، د خپل مسیر ټاکلو په پار بېلابېلې ستونزي ګالي.

د همدغه بدمرغه ولس په منځ کې یوه ډله ځوانان د مهاجرت پرمهال د پېښور په بېلابېلو کوڅو کې د کرکټ نندارې کوي، خلک يې د خیرنو مخونو، شګېدلو جامو او ستړوو ارواو په کتو خاندي او له ځانونو يې لرې شړي. دوی نه مایوسه کيږي او نه خپل هدف هېروي، په دې اوږده لار او دښته کې که څومره غورځي، خو بیا هم پاخه ګامونه اخلي. یوه ورځ سره راټوليږي او د خپل وطن د کرکټ لوبډلې جوړولو سوچ کوي. نږدې ملګري يې پرې ملنډې وهي، کورنۍ يې مخالفت کوي او هڅوي يې چې د یوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو په پار مزدوري وکړي.

دغه ځوانان د تورخم له مزي را اوړي، جلال اباد کې دمه کيږي، په بېلابېلو دفترونو، حویلیو او دفترونو ګرځي غواړي خپله ډله زیاته کړي، ځيني ملګري پيدا کوي، خو اکثره ځوانان د بېوزلۍ له امله ترې شاته پاتې شي. د جلال اباد په کوڅو کې کرکټ مروجوي، کابل ته را راوانيږي، دهغه وخت اوږدو مزلونو او لارو سخت ستړي او ستومانه کړي، کابل ته په رارسېدو حق حیران وي، د شپې اوسېدو ځای نه لري، خو بیا هم هوډ لوړ ساتي حضوري چمن ته راځي. دلته ګوري چې د هېواد نور وګړي په بېلابېلو لوبو بوخت دي. وزلوبه اوفوټبال د دې وخت مروجې لوبې دي. ځانونه لومړی ډاډه کوي چې څوک يې مخه ونه نیسي، خو کله چې حضوري چمن ته بيټ او توپ راوړي نو له زرګونه نیوکو سره مخ کيږي، ان تر دې چې وهلو او ډبولو سره مخ شي، خو بیا هم نه مایوسه کيږي او تر دې چې په المپيک کې د یوه فدراسيون په توګه کرکټ ثبتوي.

د هېواد د بېلابېلو سيمو او اقوامو دغه وړه ډلګۍ د لومړۍ بريا وروسته هڅه کوي یو مناسب ځای کرکټ لوبې ته پيدا کړي، د کابل کرکټ اوسني کرکټ لوبغالي او مرکزي دفتر ځمکې په پيدا کولو بريالي کيږي. دلته اوږده ساه اخلي یوه ډله د دفتر او میدان جوړولو چارې مخ ته وړي او بله ډله له حکومت سره نږدې کار کوي چې کرکټ ته د يوې ځانګړې لوبې او  ادارې په توګه ارزښت ورکړي.

 

په دې جريان کې يې په رسمي او غیررسمي بلنو ګڼو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي، چې د برياوو سلنه يې د پام وړ ده او ورځ تر بلې يې مينه وال زیاتيږي. دغه لوبه داسې مهال د ولس په منځ کې خوريږي چې لوبډله کله په جرسي، ارجنټاين او نورو هېوادونو کې د سختو ازمايښتونو تېريږي. دغه مزلونه په پوره مېړانې ترسره کوي او لوبډله داسې ځای ته رسیږي چې نړيوال جام ته لار پيدا کوي. سویلي افریقا ته ځي او هلته د ۲۰۱۱ نړيوال جام د لارموندنې په سياليو کې برخه اخلي، په دې ټورنمنټ کې سيالې لوبډلې د کرکټ ډېره مخينه او ښه لوبغاړي لري، لوبډله له ډېرو کمو امکاناتو او وسایلو سره په دې سيالۍ کې هم برخه اخلي، نړۍ حیرانه شي چې دغه لوبډله څنګه په دومره کمو امکاناتو په ډېر کم وخت کې ډير اوږد مزل وواهه. افغانستان هم له شوره ډک دی چې ملي لوبډله به يې نړیوال جام ته لار پيدا کړي، خو داسې نه کيږي د حضوري چمن دغه ګرد او فقر وهلي ځوانان د نړۍ د کرکټ په سترو لوبغالو کې لکه د زمریو منډې رامنډې وهي، خو بیا هم نړيوال جام ته د لار موندنې په دې پړاو کې یوازې یو ګام شاته پاتې کېږي او د ۵ مقام په خپلولو سره د نړيوالو یو ورځنيو سیاليو حیثیت هم ترلاسه کوي او یوه پياوړې لوبډلې سکاټلينډ ته هم په ستر توپير ماتې ورکوي.

دا د ۲۰۰۹ زېږدیز کال د اپرېل میاشتې ۱۹ نېټه ده چې د کرکټ نړيوال جام لارموندنې په پړاو کې سختې شیبې زغمي اوپه دې سياليو کې لومړنۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه کوي. افغانستان لومړۍ توپوهنه کوي دا تاریخي شېبې ښايي د یوه لوبغاړي هم هېرې نه وي، لوبډله پوره ۵۰ اوره لوبوي او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۵ منډې کوي. نورعلي ځدران ۴۵، کریم صادق ۲۰، محمد نبي ۵۸، نوروز منګل ۳۲، اصغر افغان ۹، ریس احمدزی ۳۹، سمیع الله شینواری ۵۲ او هستي ګل عابد ۲۳ منډې جوړوي خو خالقداد او حمیدحسن له کومې منډې پرته بېرته له لوبغالي راوځي.

د هغه وخت تېز توپ اچونکي دولت احمدزی او هستي ګل عابد د توپ اچونې پيل کوي دولت ۱، هستي ګل ۲، خالقداد نوري ۲، حمید حسن ۳ او نوروز منګل یوه ویکټ ترلاسه کوي او په دې سره د سکاټلينډ لوبډله په ۴۰ اورونو کې په ۲۰۶ منډو سوځوي چې د ۸۹ منډو په توپير خپله لومړۍ لوبه ګټي.

دغه لوبډله که څه هم نړيوال جام ته په نه وتلو زیاته خپه وي، خو د نړيوال یو ورځني کرکټ حیثیت په ترلاسه کولو لوبغالو کې اتڼ کوي او بېرته وطن ته راستنيږي.

دا وخت په کرکټ بورډ کې هم ګڼ پرمختګونه شوي وي، دفترې جوړې شوې وي کابل لوبغالی هم لوبې ته چمتو شوی وي او کرکټ هم په ملک کې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې وي.

دغه دی له هغې ورځې لس کاله تېر شويدي او په دې جريان کې ګڼ شمېر لوبغاړو له کرکټه لاس اخیستی او ګڼ شمېر نور ځوان لوبغاړي ملي لوبډلې ته راغلي دي چې اوس د ټیسټ کرکټ امتیاز هم لرو او د کرکټ له نړيوالې شورا سره د یوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوي يو. په نږدې هر زون کې دوه ـ دوه لوبغالي او زرګونه لوبغاړي لرو.

په دې لس کلن مزل کې مو ۱۰۱ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړېدي، چې ۵۳ یو ورځنۍ لوبې مو ګټلي ۴۶ مو بایللي او دوه بې پايلې پای ته رسيدلي دي.

محمد نبي یوازېنی افغان لوبغاړی دی چې په ټولو لوبو کې يې د افغانستان استازیتوب کړی دی او په لومړنۍ لوبه کې يې هم د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې.

په یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لوبډلمشران:

۱ ـ نوروز منګل : له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و ۲۲ لوبې يې تر کپتانۍ لاندې کړي چې ۱۲ یې ګټلي او ۱۰ لوبې يې بايللې وې.

۲ـ محمد نبي: له ۲۰۱۳ میلادي کال تر ۲۰۱۵ کاله پورې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و چې په ۲۸ لوبو کې يې ۱۳ ګټلي او ۱۵ نور يې بایللي دي.

۳ـ کریم صادق : په ۲۰۱۲ میلادي کال په یوه لوبه کې لوبډلمشر و چې هغه لوبه يې بایللې ده.

۴ـ اصغر افغان: له ۲۰۱۵ کال تر اوسه د ملي لوبډلې لوبډلمشر دی چې ۴۶ لوبو کې يې ۲۷ ګټلي، ۱۷ يې بایللي او دوه يې بې پايلې پای ته رسيدلي دي.

۵ـ راشدخان: په ۲۰۱۸ کال د ملي لوبډلې لوبډلمشر شو چې په څلورو لوبو کې يې ۱ وګټله او درې يې وبایللې.

د افغانستان لپاره په یو ورځنیو لوبو کې ګډون کوونکي لوبغاړي:

۱ـ اصغر افغان ۲ـ دولت احمدزی ۳ـ حمدحسن ۴ـ هستي ګل عابد ۵ ـ کریم صادق ۶ ـ خالقداد ۷ ـ محمد نبي ۸ ـ نوروز منګل ۹ ـ نورعلي ځدران ۱۰ ـ ریس احمدزی ۱۱ ـ سمیع الله شينواری ۱۲ ـ احمدشاه ۱۳ ـ میرویس اشرف ۱۴ ـ محمد شهزاد ۱۵ ـ شاپور ځدران ۱۶ ـ شفیق الله شفق ۱۷ ـ افتاب عالم ۱۸ ـ شبیر نوري ۱۹ ـ جاويد احمدي ۲۰ ـ نورالحق ملکزی ۲۱ ـ عبدالله مزاري ۲۲ ـ عزت الله دولتزی ۲۲ـ دولت ځدران ۲۳ ـ ګلبدین نایب ۲۴ ـ امیرحمزه ۲۵ ـ ذکي الله ذکي ۲۶ ـ نجیب الله ځدران ۲۷ ـ محب الله اوریاخیل ۲۸ ـ رحمت شاه ۲۹ ـ حشمت الله شهيدي ۳۰ ـ عثمان غني ۳۱ ـ شرف الدين اشرف ۳۲ ـ ناصر جمال ۳۳ـ افسرځاځی ۳۴ ـ فريد احمد ۳۵ ـ راشدخان ۳۶ ـ یمين احمدزی ۳۷ ـ روښان بارکزی ۳۸ ـ نوين الحق ۳۹ ـ احسان الله جنت ۴۰ ـ کریم جنت ۴۱ ـ نجیب الله ترکی ۴۲ـ مجیب الرحمن او حضرت الله ځاځی.

تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي ۵ لوبغاړي:

۱ ـ محمدنبي په ۱۰۱ لوبو کې ۲۳۰۱ منډې جوړې کړي چې یوه سلیزه او یولس نیمه سلیزې يې وهلي دي.

۲ـ محمد شهزاد په ۷۱ لوبو کې ۲۲۴۰ منډې جوړې کړي چې ۴ سلیزې او ۱۲ نیمه سلیزې يې وهلي دي.

۳ ـ سمیع الله شینواري بیا په ۷۷ لوبو کې ۱۶۹۲ منډې جوړې کړي چې ۱۱ نیمه سلیزې يې وهلي دي.

۴ـ اصغر افغان ۸۹ لوبې کړي چې ۱۶۹۲ منډې لري چې یوه سلیزه او ۷ نیمه سلیزې يې وهلي.

۵ ـ رحمت شاه بیا په ۴۸ لوبو کې ۱۵۹۱ منډې جوړې کړي ۳ سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزې لري.

ډېرې ويکېټې اخیستونکي ۵ لوبغاړي:

۱ ـ محمد نبي ۱۰۹ ويکټې اخستي. ۲ ـ راشدخان چې ۴۷ لوبې کړي ۱۰۸ ويکټې اخستي چې په کمو لوبو کې د ۱۰۰ ویکټو نړيوال ريکارډ هم دی. ۳ ـ دولت ځدران ۹۸ ويکټې. ۴ـ حمیدحسن ۵۶ . ۵ ـ میرویس اشرف ۴۶ ويکټې.

ټولې او زیاتې سلیزې:

د افغانستان ټولو لوبغاړو تر دې دمه په یو ورځنیو نړیوالو سياليو کې ۱۵ سلیزې وهلي دي چې په دې کې شهزاد ۴، رحمت شاه ۳، کریم صادق ۲، نوروزمنګل ۲، عثمان غني، نورعلي ځدراڼ، اصغر افغان او محمد نبي یوه ـ یوه سلیزه وهلې ده.