ACB

د شپږو شپږیزو سلطان: له تعصب ډېره کرکه لرم

Author : Afghanistan Cricket Board Media

ښاغلی حضرت الله ځاځی ستړي مه شی او شکر چې په خیر له اماراتو راستانه شوی.

حضرت الله: کور مو ودان، له هر څه وړاندې خپلو ټولو هېوادوالو ته نېکې هېلې او سلامونه وړاندې کوم، خدای دې وکړي چې په هېواد کې مو د امن فضا او همېشنۍ سوله ټینګه شي.

پوښتنه: کرکټ دې کله او څنګه پیل کړ؟

ځواب: کله چی افغانستان د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار پیدا کړه زما له کرکټ سره مینه پیدا شوه او کرکټ لوبه مې پیل کړه.
پوښتنه: د لومړي ځل لپاره دې چېرته کرکټ پیل کړ؟
ځواب: د لومړي ځل لپاره مې په کارته نو کې کرکټ پیل کړ.
پوښتنه: کرکټ ته چا ډېر هڅولي یاست؟
ځواب: کرکټ ته خپلې کورنۍ او ملګرو ډېر هڅولی یم، هغوی به راته ویل چې د کرکټ په برخه کې ډېر استعداد لرم او د کرکټ لوبې ته باید همداسې دوام ورکړم.
پوښتنه: که چېرې مو د کرکټ لوبې ته دوام نه وی ورکړی نو بدیل به یې څه و؟
ځواب: د ژورنالېزم په برخه کې به مې لوړو زده کړو ته دوام ورکړی و، ځکه له ژورنالېزم سره مې ډېره مینه ده نو شاید یو ښه ژورنالېست وی.

پوښتنه: په توپوهنه کې دې لومړی توپ د کوم توپ اچونکي لوبولی؟
ځواب: د ۱۹ کلنو کم عمره کلبونو په کچه لوبډله کې مې لومړی توپ د یمین احمدزي لوبولی دی او په نړیوالو لوبو کې مې د متحده عربی اماراتو چټک توپ اچونکي نوید احمد توپ لوبولی دی.

پوښتنه:  په ماشومتوب کې دې د کوم نړیوال لوبغاړي لوبه خوښېده؟
ځواب: زما ډېر لوبغاړي خوښېدل، خو د هغه چا چی ډیر مینه وال نه وم اوس یې ډېر مینه وال یم، خو هغه لوبه نه کوي چې له ډلې یې جیسوریا او خپل ملي لوبغاړي د خوښې وړ لوبغاړي دي، د محمد نبي لوبه ډېر خوند راکوي.
پوښتنه: په کلیو او بانډو کې به دې چی کرکټ کاوه نو په کوم حالت کې به توپوهنې ته وتلې؟
ځواب: په سولې لوبډلې کې وم او لوبډلمشر به اوپننګ ته استولم او ویکټ ساتونکی هم وم.
پوښتنه: د کرکټ له پیله چټک توپوهونکی وې؟
ځواب هو له پیله مې چټکه لوبه کړې ده.
پوښتنه:  کله دې هم دا فکر کړی و چی دومره لوړ مقام به ترلاسه کوی او ښه به ځلېږی؟
ځواب: فکر مې نه و کړی، خو هڅه مې درلودله چی یوه ورځ د افغانستان لپاره لوبه وکړم او دا مې ارمان و اوس به زیات کوښښ کوم چی د افغانستان لپاره په هر فارمټ کې ښه وځلېږم.

پوښتنه: کله مو چې په ملي لوبډله کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان استازیتوب کاوه، څه احساس مو درلود؟

ځواب: کله چې د لومړي ځل لپاره د ملي لوبډلې سره یو ځای شوم، دومره زیات خوشاله وم چی حتی اوس یې په اړه څرګندونې نه شم کولی، هغه د خلکو په وینا په جامو کې نه ځاېېدم!!
پوښتنه: کله دې چې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره لومړی بال لوباوه، څه مو فکر کاوه؟
ځواب: هغه وخت زه لږ تاثیر لاندې وم او دعا مې کوله چی د افغانستان لپاره ښه پیل وکړم.
پوښتنه:  په لومړي بال دې په نړیواله لوبه کې څه ترسره کړل؟
ځواب: لومړی بال مې میس کړ او په دویم بال مې بیا دوه مڼدې ترسره کړې.
پوښتنه: د راتلونکي لپاره مو اساسي موخې څه دي؟
ځواب: راتلونکي کې غواړم چی د افغانستان نامتو لوبغاړی واوسم او په بهرنیو سترو لیګونو کې ولوبېږم.

پوښتنه: د ګلبهار افغانستان شل اوریزه غوره لیګ کې ډېر ښه وځلېدلې که لامل یې راته ووایاست؟
ځواب: ستر لامل یی دا و چې زموږ کپتان راشدخان بشپړ ډاډ راکړی و، ځکه له هغه سره په شپږیزه کې هم لوبېدلی وم نو همدا وجه وه او بله دا چی ما دې سیالیو ته ډیر تیاری نیولی و.
پوښتنه:  په یو اور کې شپږ شپږیزې څومره سختې او خوندورې تمامې شوې؟
ځواب: شپږ شپږیزې وهل ډېرې سختې وي، اسانه نه وي، خو الحمدالله زه ښه فوم کې وم زما اراده شپږ شپږیزو ته نه وه چی کله مې ښه لوبه وکړه او پنځه شپږیزې مې ووهلې او توپ اچوونکي چی وروستی ډېر ښه توپ هم راته وکړ بیا مې هم پرې شپږیزه ووهله، فکر کوم زما په پرتله به ترې مینه والو ډېر خوند اخیستی وي.
پوښتنه: د شپږو شپږیزو په اور کې دې کومه شپږیزه خوښه شوه؟
ځواب: وروستۍ شپږیزه، ځکه وایټ بال و، خو ما چانس له لاسه نه ورکاوه او شپږیزه مې کړه، دا راته ډېره د خوښې وړ وه.
پوښتنه:  د ګلبهار افغانستان شل اوریزه غوره لیګ درته څومره جالب او ګټور تمام شو؟
ځواب: دا لیګ د لومړي ځل لپاره ترسره شو او ریښتیا هم ډېر ښه لیګ و او د افغانانو یو ارمان و چی پوره شو او د ځوان لوبغاړو لپاره ښه فرصت و او زما لپاره ډیر ښه تمام شو، ځکه چی ما پکې ریکارډونه جوړ کړل.
پوښتنه: په افغانستان شل اوریز غوره لیګ کې دې څه زده کړل؟
ځواب: ډېر څه مې زده کړل ځکه چې هره لوبډله کې تکړه افغان او بهرني لوبغاړي شامل وو او پر دې سربېره روزونکي هم بهرني و نو له همدې کسانو مو ډېره تجربه ترلاسه کړه.
پوښتنه: څنګه دې وکړای شول چی تر ملي لوبډلې ورسیږې؟
ځواب: لکه څرنګه چې تاسو ته څرګنده ده، ملي لوبدلې ته لار پیدا کول ډېر زحمت او ښه کرکټ ته اړتیا لري او دا هر څه مو ترسره کړل او الحمدالله دغه راز په ملي لوبډله کې راته چانس راکړل شو.
پوښتنه: کله چې له د لوبو له رسمي حالته لېرې یاست، په عادي حالت کې څومره تمرین کوی؟

ځواب: چی کله رسمي لوبو کې نه یم عادي حالت کې تقریبآ درې ساعته تمرین کوم.

پوښتنه:  حضرت الله ځاځي ته څوک ډېر ګران دي؟
ځواب: په نړۍ کې به له مور او پلار بل څوک خواږه پیدا شي، دغه راز د کورنۍ ټول غړي، نږدې خپلوان، ملګري او ټول هېوادوال.

پوښتنه:  څو خویندې او وروڼه لرې؟

ځواب: الحمدالله یوه خور او څلور وروڼه لرم.

پوښتنه:  واده دې کړی؟
ځواب: هاها! دا پوښتنه رانه ډېره کېږي، خو تر اوسه مې واده نه دی کړی.
پوښتنه:  په خوراک کې دې څه ډیر خوښ دي؟
ځواب: وطني خوراکونه ټول مزه دار دي او خوښیږې مې.

پوښتنه: له څه شي ډیره کرکه لرې؟
ځواب: له تعصب ډېره کرکه لرم.

پوښتنه:  څومره زده کړې مو کړې دي؟

ځواب: تر دولسمه مې زده کړې کړې دي، خو غواړم راتلونکي کې لوړو زده کړو ته هم دوام ورکړم.

پوښتنه: خپل کوم شاټ دې ډیر خوښ دی؟
ځواب: زما خپل مخامخ شاټ خوښ دی.
پوښتنه:  څه ډول توپ اچوونکی ښه لوبولی شې؟
ځواب: چټک توپ اچونکی ښه لوبوم او په دې وروستیو کې مې په ورو توپ اچونکي هم خواري کړې او ښه یی لوبوم.

پوښتنه:  په ژوند کې کوم ارمان لرې؟
ځواب: ارمانونه خو ډیر دي د انسان ارمانونه نه پوره کیږي غواړم د نړۍ په ستر لیګونو کې غوره لوبغاړی شم.

پوښتنه: خپلو هېوادوالو ته څه پیغام لرې؟
ځواب: هېوادوال باید له یو بل سره مینه ولري. له تعصب څخه ځان وساتي او په اولادونو دې تحصیل وکړي. .