ACB

له شهزاد محمدي سره مرکه!

Author : شرف الدین شاکر

نن راسره میلمه نه یوازې چې په  افغانسان کې بلکې د نړۍ په کرېکټ کې پیژندل شوې څېره افغان ایم، ایس یا محمد شهزاد محمدي راسره دی، چې زموږ یوه تن همکار ورسره مرکه کړې ده، دا هم تاسي او دا هم شهزاد محمدي.

س: لومړی که خپل ځان راوپیژنۍ؟

ج: زه د شیر محمد زوی  زما نوم شهزاد محمدي د ننګرهارولایت د کوټ ولسوالۍ د انار خېلو د کلي اوسېدونکی یم.

س: زده کړي مو څومره کړې دي؟

ج: د هجرت په دیار کې مې تر لسم ټولګي پورې درس ویلی دی خو د کرکټ مینه مې تر درس ویلو ډیره شوه نو ځکه مې نور درس ونه ویلو او کرکټ ته مې مخه کړه.

س: د ښوونځي پر مهال مو کرکټ لوبه کوله؟

ج: هو، بالکل، ما د ښوونځي په وخت کې ډیر کرکټ کاوه، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴م کلنو کې به مې ډیرې ښې لوبې تر سره کولې د ښوونځي په وخت کې مې په یوه لوبه کې ۲۳۴ منډې هم جوړې کړې وې ، هغه وخت جاوید احمدي هم زما سره په یوه ټولګي کې و جاوید رانه اوټ شو او زه ورته پاته شوم او د جاوید کار هم ما وکړ.

س: که اوس درته بیا موقع په لاس درشي نو زدکړې به وکړئ؟

ج: نه اوس خو نه کیږي او بل کرکټ ډیر وخت غواړي د کرکټ له امله درس رانه پاته شو اوس کرکټ نه شم پرېښودلی چې درس ووایم.

س: له کرېکټ سره مو څنګه شوق پیدا شو؟

ج: زه  وړکی وم د شپږ اوو  کلونو به اوم چې ما کرکټ پېل کړ او له هم هغه وخت نه مې ورسره زیات شوق و.

س: شهزاد د کلي په کوڅو کې یا د کور په انګړ کې په ټیپي او یا هم  له ټوکرونو جوړه شوې پنډوسکه باندې کرېکټ کاوه  ؟

ج: زه به دا ووایم چې په ټیپي بال په پلاسټکي بال فلش بال نور لا نور په تیږو مې ډیری وخت کرېکټ کړی دی.

س: په تیګو او کرېکټ هغه څنګه ؟

ج: زما کشر ورور شاه زیب نومیږي هغه هم د کرېکټ ډېر شوقي و ما به  ورته  سل دوه سوه ګردې ګردې ډبرې  راټولې کړې له ماسره د بیس بال په څېر یو لرګۍ و ده به راته تیږې راغورځولې ما به شاټونه پرې وهل او د کرېکټ تنده به مې پرې ماتوله.

س: کله داسې هم شوي چې تا تیږه وروهلې وي او بیرته په شاه زیب لګیدلې وي؟

ج: نه داسې نه دې شوي خوچې د کوم کور شیشه به ولګېده نو او شرنګ به شو شازیب به په یو خوا او ما به په بله خواه منډه کړله په تېښته به بریالي شو چې څوک به ولاړو بیا به بیرته موږ ډبرین کرېکټ پېل کړ هم هغه مې کرکټ او تمرین و خو چې تر څو به مې هغه سل دوه سوه ډبرې نه وې خلاصي کړې تر هغو به کورته نه تلو.

س: ستاسي ورور هم کرېکټر شو که له هغه نه کرکټ پاته شو؟

ج: نه هغه اوس هم کرېکت کوي او په کورني کرکټ سیالیو کې لوبې تر سره کوي هغه هم ویکټ کیپر توپوهونکی دی.

سپه کورنۍ کې مو داسي څوک و، چې تاسي د کرېکټ کولو مخه به یې نیوله چې کرېکټ مه کوئ؟

ج: زما پلار جان دي الله وبخښې تیر کال وفات شو، هغه به زه ډېر سپکولم چې درس ووایه کرېکټ مه کوه زما د هغه یوه خبره ډېره راته یادیږي چې ښوونځي ته نه وم تللی لوبې ته تللې وم پلار مې را پسې راغی په وهلو وهلویې تر ښوونځي ورسولم ډېر به راته غوسه کېده او مور به هم راته ویل چې راځه راځه عمران خان، وسیم اکرم یا اظهر محمدو به در نه جوړ نه شي خپل درس وایه.

س: بیا څه داسي کار وشو چې تاسي ته پلار او مور پوره اجازه درکړه او په تاسي یې فخر کول شروع کړل؟

ج: په پیل کې هغوی نه غوښتل چې زه کرکټ وکړم خو زه به په پټه او غلا باندې تلم او د کرکټ شوق به مې پوره کاوه خو ۲۰۰۳ کې ما د افغانستان ۱۶ کلنو او ۱۷ کلنو کې لوبه کوله بیا له هغه وروسته مې څه موده لوبه پرېښوده او درس مې وویلو ځکه چې زما نه په نولس کلنو او  نه هم په ملي لوبډلې کې ځای جوړېده، له ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ وروسته په ۲۰۰۹ کال کې بیرته کرکټ ته راغلم، کله چې د ډویژن ۱ لپاره زموږ لوبې وې د هغه لپاره ما ارزونه(ټرایلز) ورکړل چې کبیر خان هغه وخت د افغانستان روزونکی وو نوروز منګل لوبډلمشر و کبیر خان وویل چې زموږ یو ویکټ کیپر توپوهونکی ته اړتیا ده نو کبیر خان د توپوهنې او دولت احمدزي رانه د ویکټ ساتنې ازموینه واخیسته بریالی شوم او لوبډلې ته یې غوره کړم.

س: په افغانستان کې دې په لومړي ځل کورنۍ لوبې کله پېل کړې؟

ج: ما  له۱۶ کلنو او ۱۷ کلنو سره لوبې تر سره کړې وې نو بیا زه ملي لوبډلې ته غوره شوم خو زما نه یادیږي چې ما دې نورې کومې کورنۍ لوبې تر دې وړاندې کړې وي.

س: پیل نه مو ویکټ ساتنې او توپ وهنې سره مینه وه که وړاندې مو دتوپ اچونکي یا هم ال راونډر په توګه  لوبه کوله او وروسته ویکټ ساتونکی بیټسین شوی؟

ج: نه نه، زما له وړوکوالي څخه له ویکټ ساتنې سره شوق و کله چې زه وړوکی اوم دستکشې(ګلوز) به زما په لاسونو کې وې بس له هم هغه وخته مې ورسره مینه وه.

س: د توپوهنې پر مهال په کوم څیزباندې شهزاد محمدي ډير غوسه کیږي؟

ج: په توپوهنه کې زه نه غوسه کیږم خو چې کله اوټ شم بیا ډیر غوسه کیږم هغه ځکه چې کله یو لوبغاړی پنځوس اوره ډګر ساتنه یا ویکټ ساتنه وکړي او بیا ژر اوټ شي نو خامخا یو څه غوسه ورځي خو توپ اچونکي ته کله هم نه یم غوسه شوی خو چې بل توپوهونکی په سټرایک ولاړ وي نو نو په ډاټ توپ کولو ورته ډیره غوسه کیږم.

س: په غوسه کې یو توپ وهونکی ځان سیټ کولی شي؟

ج: په غوسه کې لوبغاړی ځان نه شي سیټ کولی ځکه په غوسه کې له انسان څخه غلطې پرېکړې کیږي د نه وهلو توپ به وي او ته به یې وهې او ویکټ به له لاسه ورکوې او زه چې غوسه شم بیا یوه منډه اخلم سټرایک بل توپوهونکې ته پرېږدم چې اوټ نه شم.

س: د نورو لوبغاړو د غوسه کولو هڅه کوئ؟

ج: هو بالکل دا زه خپله دنده ګڼم چې مخالف لوبغاړی نه اوټ کیږي زه یې د غوسه کولو هڅه کوم چې غوسه شي او ویکټ له لاسه ورکړي، زما له هغه لوبغاړي سره کومه شخصي دښمني نه وي یوازې زما هدف دا وي چې زه د افغانستان د بریا لپاره په هره برخه کې  ونډه واخلم یوازې زه نه ډیری ویکټ ساتونکي همداسې کوي خو د اسټرالیا لوبغاړي دا کار ډیر کوي.

س: په نړیوالو لوبو کې مو کله له کوم لوبغاړي سره لانجه راغلې ده که مو راغلې وي نو هغه خاطره که ووایاست؟

ج: هو بالکل راغلې وه یوه لانجه کله چی زموږ له ایرلینډ سره لوبه وه افتاب عالم بال وکړ نو په تیروتنه کې یې له توپوهونکي سره لاس ولګېد نو افتاب ته یې کنځلې شروع کړې زه ورته ورغلم ما ورته وویل چې خیر دی هغه نوی دی په غلطۍ کې یی درسره لاس ولګېد زه ورته وایم چې خیر دي، دی ما ته په انګلیسي کې وایې چې یو( شټ اپ) ما افتاب ته غږ کړ چې وله یې دا خو بیخي په سړیتوب نه پوهیږي. او بله لانجه مې د متحده عربي اماراتو سره دا تیر کال شل اورېزه لوبه کې د هغې لوبډلې له لوبډلمشر سره  راغله ما به څلور بالونو څلور څلوریزې  پرې ووهلې او په پنځم بال یې زه اوټ کړم له غوسې یې راته کنځل وکړل چې زه هم پسې ور تاو شوم او ورته مې وویل چې کنځل ولي کوې کوچ او کپتان راپسې نجیب الله ترکی راولیږه چې ورشه شهزاد ورسره جګړه ونه کړي لانجه ختمه کړه، خو نجیب ترکي زه کش کړم تر پولې یا بونډرۍ نه یې هم د باندې راویستم خو چې شاته مې وکتل  نجیب ترکی خپله ورسره په لانجه و ورسره یې جګړه شوه هغه یې خلاصي ته رالیږلی و زه یی خلاص کړم خپله ورسره په جنګ شو نو کوچ ورپسې راغی چی نجیبه ته خو مو جنګ ته نه وې رالیږلی هغه ورته وویل چې ماته یې هم کنځلې وکړې.

:س: د شهزاد محمدي مینوال په میلونونو دي شهزاد د کوم لوبغاړي مینوال دی؟

ج: اول  کې زه د چا له کرکټ نه نه یم متاثره شوی زما له کرکټ سره شوق و خو په ۲۰۰۷ کې چې مې د هندوستان پخوانی لوبډلمشر ایم ایس ډوهوني د خوښي لوبغاړی شو او بل ډوهوني له یو ښه ویکټ ساتونکي سره سره یو ښه انسان هم دی او په د ۲۰۰۷ کې چې دی لوبډلمشر وو او شل اوریز نړیوال جام یې وګاټه زما ډیر خوښ شو.

س: له ډوهوني سره مو کله د چورلکي شاټ(هیلې کاپټر شاټ) په هکله خبرې کړې دې؟

ج: ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې  کله مو چې په نړیوال جام کې له هندوستان سره لوبه وکړه بیا په لوبغالي کې مو خبرې  سره وکړې ډوهوني راته وویل چې ته د چورلکي شاټ (هیلي کاپټر شاټ) لپاره تمرینات کوې ما ورته وویل چې هو زه بالکل ورته ډیر تمرینات کوم.

س: چولکي شاټ ډوهوني ښه تر سره کوي که محمدي؟

ج: له ما نه یې ډوهوني ښه تر سره کوي خو دغه شاټ ډوهوني ته  سنتوش لال د هغه یو ملګري و چې اوس مړ دی هغه ښودلی و، دا شاټ به هغه  په ټینس بال کرېکټ کې  په دې پوست بال تر سره کاوه له هغه یې نه زده کړی و او ما له ډوهوني زده کړ زه یې کاپي کوم.

س: هیلي کاپټر شاټ وهل سخت هم دی او تاسي یې په شوق دا شاټ دیر ښه ترسره کوئ؟

ج: د لوبې په ورستیو اورونو کې بلاکر او یارکر بال  ډیر تر سره کیږي  نو په هغه وخت کې په یارکر او بلاکر باندې ښه  چورلکي شاټ وهل کیږي.

س: تاسي د پرانستګر توپوهونکې په توګه لوبه تر سره کړې ده کله مو په بل پوزیشن هم لوبه کړې ده؟

ج: هو بالکل  شاکر صیب وړاندې په ۲۰۰۹ کې په شپږم پوزیشن باندې ما توپوهنه کوله لکه څرنګه چې نو د نړۍ ډیری ویکټ کیپر توپوهونکې په همدې پوزیشن باندې لوبه کوي خو په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې کله چې د کریم صادق ګوته خوږ وه نو حاجي صیب کبیر خان ماته وویل چې ته اوپنینګ ته ور شه او له هغه راهیسې بیا اوپنینګ کوم او لومړۍ تمریني لوبه مو له ویسټ انډیز سره وه چې پکې ما اوپنینګ وکړ.

س: لومړۍ نړیواله لوبه مو د کوم هیواد سره وه او څو منډې مو جوړې کړې وې؟

ج: لومړۍ لوبه مې له ډنمارک سره په سویلې افریقا کې وکړه چې ما پکې ۵۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې زه تر اخیره ولاړ وم او لوبه هم موږ وګټله.

س: په کوم نړیوال کرېکټ لوبغالي کې لوبه کول د شهزاد محمدي ارمان دی؟

ج: د لارډز په تاریخي کرېکټ لوبغالي کې لوبه کول زما یو ارمان دی.

س: د کومې لوبډلې لوبډلمشري مو کله کړې ده؟

ج: په نړیوالو لوبو کې نه بلکې په کورني کرېکټ کې مې لوبډلمشري تر سره کړې ده.

س: د تیر یو کال څخه په لوبډله کې نه وې تمرینات مو ډیر کول که په لوبډلې کې چې یاست ډیر تمرینات کوئ؟

ج: زما د بندیز وخت نه وو معلوم توپوهنې او ویکټ ساتني تمرین مې نه دی کړی خو خپل ایکسرسایز یا ورزش مې کاوه خو کله چې زما د بندیز موده معلومه شوه بیا مې الحمدالله ډیر ښه تمرینات کول.ا

س: کله چې یو ښه لوبغاړی د خپل هیواد له  لوبو بهر وي او لوبه د بایللو په لور روانه وي څه احساس کوي یاکه دا راته ووایاست تاسو دغسې مهال څه احساس کاوه؟

ج: هو بالکل لوبه خو پرېږده چې تمرینات به کېدل ما ویل چې کاش زه وای او بل چې کله مو له ایرلینډ سره دا وروستۍ لوبې بایلودې نو ډیر غوسه کېدم چې زموږ په خپل کنډیش کې د ایرلینډ په څېر لوبډله موږ ته ماتې راکوي او بیا چې ویسټ انډیز کې زه نه وم همداسي افسوس مې کاوه او بل زموږ تاریخي لوبه چې په لارډز کې له ایم سي سي سره وه زه نه وم پکې  ما تاسي ته وویل چې دا زما یو ارمان دی چې لارډز کې زه لوبه وکړم بس سخت وخت و په ما باندې خدای تیر کړو.

س: اوس چې بیرته لوبډلې ته راغلی نو فیټنس مو هم ښه کړی دی وزن مو هم ښه شوی ستاسي په توپوهنه به څومره مثبت اغیز وکړي؟ا

ج: هو بالکل کله چې یو لوبغاړی بیرته لوبډلې ته راځې نو هغه ډیر کار کوي چې په لوبډله کې ښه پرفارمینس وکړي او ما خپل وزن هم کم کړی دی انشاءالله د ښې لوبې کوشش به کوم.

س: د رن اوټ کېدل خو څه د وهم یا ډار وجه نه وي چې توپوهونکې ځان اوټ کړي؟

ج: نه  که درنه لوبغاړي ډیر رن اوټ کیدل بیا به خبره داسې نه وه خوتر انضمام الحق د پاکستان معین خان او محمد یوسف ډیر زیات رن اوټ شوي دي دا ټوله خبره د نه همغږۍ ده یو بل سره غږ کړي او بیا شا و مخ ته شي او بل فلډر ته چې د توپ رسیدل په سمه توګه اندازه نه کړي چې زه به ځان ورسوم کنه بس په دې دوران کې اوټ شي.

شخصي ژوند په هکله پوښتنې

س: په کورنۍ کې په چا ډیر ګران یاست او څوک ډیر در باندې ګران دي؟

ج: په کورنۍ کې ټول په ما ګران دي او زه چې په چا ډیر ګران یم هغه زما مشره خور ده  چې زما نوم هم هغې په ما باندې  اېښی دی.

س: شهزاد محمدي که کرېکټر نه وای نو څه به و؟

ج: زما بل هیڅ شي په ذهن کې نه و، له اوله سره زما ارمان کرېکټر جوړیدل وو چې کرېکټر جوړ شم ځکه زما بل هیڅ هم نه دي زده له کرکټ نه پرته.

س: کله چې کرکټ نه وي نو بل څه مصروفیت مو وي؟

س: چې کرکټ نه وي نو بیا کوم پخواني ټیسټ میچونه چې په تلویزیون باندې ښکاره کوي هغه ګورم او د لویو لوبغاړو کرکټ شاټونو څخه زده کړه کوم او یا هم خپلې ویډیو ګاني ګورم.

س: که کرېکټ سره په مخه ښه وکړي بیا به شهزاد څه کوي؟

ج: که کرېکټ پریږدم نو بیا به کمینټري کوم.

س: مینه مو کله کړې ده؟

ج: هو شاکر صیب مینه مې کړې ده خو یوازې او یوازې کرکت سره.

س: موسیقي سره شوق لرې که لرې یې نو پښتو، هندي او انګلیسي سندرو کې کومې سندرې اورې؟

ج: پښتو او هندي سندرې اورم خو په هندي کې غمجني سندرې اورم او په پښتو کې مې کرن خان د خوښي سندرغاړی دی او او ملګری مې هم دی.

س: د کرن خان کومه سندره دي یاد چې ته یې ډېره اورې؟

ج: هو بالکل، زه ویده کیږمه دلداره ماته خوب راغلی+++ ته مې کمڅې او څڼې شماره ما له خوب راغلی.

س: د کتاب لوستلو شوق لرئ او که یې لرۍ نو کوم راز کتابونه مطالعه کوئ؟

ج: هو، معلوماتي او ورزشي کتابونه ګورم کله نا کله.

س: شهزاد محمدي کله هم دا فکر کړی و چې هغه به نه یوازې د افغانستتان بلکې د نړۍ د کرېکټ یو ځلانده ستوری جوړېړي؟

ج: بالکل زما له وړوکوالي نه دا سوچ و چې زه به دا ګلین میګرا د اسټرالیا پخوانی توپ اچونکي سره کله مخامخ کیږم او کله به یې لوبومه خو افسوس چې اخیر هم رانه ریټایرډ شو ارمان مې په زړه پاته شو.

س: په کور کې ډیره غوسه کوې که په لوبغالي کې؟

ج: په کور کې ډیر غوسه کیږم او د ښار په ګڼه ګوڼه کې مې یو دم فشار  لوړ شي بس غوسه شم.

س: په افغاني خوراکونو کې مو د خوښې خوراک کوم یو دی؟

ج: د خوښی خواړه مې قابلي پلاو دی خو له بده مرغه زما ورڅه لږ پرهېز دی هم خو زړه مې نه ورڅخه صبریږي.

س: په خپله مو کله چې له هیواد نه د باندې یاست پخلۍ کړی دی؟

ج: هو بالکل، په اماراتو کې زموږ د غوراوي پړاو لوبې وې پلاټونه و په هر یوه کې به درې درې کوټې وې په هغه کې به شپږ شپږ لوبغاړي سره یو ځای اوسیدو چې زه نور علي ځدران دولت ځدران حمید حسن او شفیق ستانکزی چې اوس اجرایوي ریس دی دا یو ځای و نو دوئ به بازار ته تلل شیان به یې راوړل او ما به پخول دولت ځدران به راته پیاز رومیان او مرچک میده کول نور علي ځدران به لوښي پریمینځل د حمید حسن او شفیق ستانکزي دا کار و چې هغو به خوړل.

س: په وچه میوه او لنده میوه کې مو د خوښې میوه کومه یوه ده؟

ج: په وچه میوه کې مې جلغوزي خوښ  دي خو غریب سړی دی خدای نه پرې اړوي او په لنده میوه کې امروت.

س: ستاسي د بریا او دومره پرمختګونو راز په څه کې دی؟

ج: په چا نیت نه بدوم په هر سړي خوشحاله کیږم هغه که هر څوک وي بس کوشش کوم چې هر چا سره ښه وکړم او د خلکو دعاګاني واخلم او د خلکو د دعاګانو برکت دی چې دې مقام ته رسیدلی یم بس دا زما د بریا راز دی.

س: کوم تجارتي کرکټ لیګ دی چې شهزاد محمدي ورته لیواله دی چې که پکې موقع ورکړي دی به د زړه بړاس پکې وباسې؟

ج: مهمه نه دی چې هر لیګ وي خو بس چا ما ته کرکټ پیدا شي او زه کرېکټ وکړم تر ټولو مهم ما ته د افغانستان کرېکټ دی که زه د افغانستان لپاره ښه لوبه وکړم نو بیا به ماته ټول لیګونو والا مجبوره وي چې ما واخلې خو که ای پي ایل وي که بي پي ایل او هر یو وي.

س: فرسټ کلاس،ټیسټ، یو ورځینۍ، شل اوریزې، لس اورېزې کوم کرکټ د شهزاد محمدي د خوښې کرکټ دی؟

ج: زما د خوښې کرکټ فرسټ کلاس(لومړۍ درجې) کرکټ دی.

س: وروستۍ پوښتنه شهزاد محمدي افغان ځوانانو او ولس ته څه پیغام لري؟

ج: زه په افغان ځوانانو دا غږ کوم چې له تعلیم سره سره دې ورزش هم کوي چې له نشیی توکو د استعمال مخه ونیسي او بل به په ذهني توګه به ارام وي یو بل ته مینه ورکړئ په یو بل نیت مه بدوئ هر چا سره اخلاص وکړئ هر سړی دا وايي چې افغانستان نه جوړیړي نو که هر سړی ووایي چې انشاءالله  افغانستان به  جوړیږي نو افغانستان به  ضرور جوړیږي هر سړی باید له افغانستان سره مینه وکړي او ملي احساس په ځان کې پیدا کړئ