ACB

له راشد خان سره مرکه

Author : محمد فرید هوتک

۱ پوښته: کرکټ دې کله او څنګه شروع کړ؟

ځواب: کرکټ مې ډیر کوچنیوالي کې شروع کړی د خپلو ورونو سره، له هم هغه وخته مې دې لوبې سره ډیره مینه درلوده.

۲ د لومړي ځل لپاره دې چیرته کرکټ وکړ؟

ځواب: په خپل کلي بټي کوټ کې .

۳ پوښتنه: کرکټ ته چا ډیر هڅولی یې؟

ځواب: مور او پلار، او لکه څنګه مې چی وویل ورونو سره مې کرکټ کولو او هغوی هم ډیر هڅولم.

۴ پوښتنه: له خپل ورځني ژونده څومره خوشحاله یې؟

ځواب: الحمدالله ډیر خوشحاله یم، ښه کورنۍ او ښه دوستان لرم او چی روغ صحت وي هر څه خوند کوي.

۵ پوښتنه: راشد خانه که کرکټ دې نه کولو نو بل به دې څه کول؟

ځواب: که کرکټ مې نه کولو نو زه به ډاکټر وم، ځکه مور مې هم راته ډاکټري خوښه کړې وه او ما هم دې برخې ته ډیر پام کاوه.

۶ پوښتنهپه توپ اچونه کې دې لومړی توپ (بال) چاته اچولی؟

ځواب: خپل مشر ورور ته.

۷ پوښتنه: توپوهنې سره دې له کله شوق زیات شوی؟

ځواب: زه په لومړیو کې توپوهونکی وم او زما شوق هم ورسره زیات و، خو  ملګرو مې زما بالینګ ډیر خوښولو نو ځکه مې بالینګ ته پام زیات کړ او اوس هم کوښښ کوم چی د توپوهنې برخه باندې مې کار وکړم.

۸ پوښتنه: په ماشومتوب کې دې د کوم بهرني لوبغاړي لوبه خوښوله؟

ځواب: په ماشتوب کې به ما چی کرکټ په تلویزون کاته نو د شاهد افریدي او انیل کومبلي لوبه مې خوښه وه.

۹ پوښتنه: په کلیو او بانډو کې به دې چی کرکټ کولو په کوم پوزیشن به دې توپوهنه او توپ اچونه کوله؟

ځواب: زه به ډیری وخت لوبډلمشر وم نو ما به لومړی توپوهنه او توپ اچونه کوله.

۱۰ پوښتنه: په ملي لوبډله کې چې د لومړي ځل لپاره درته د اصغر ستانکزي د ناروغۍ پر مهال لوبډلمشري درکړل شوه، څومره خوښ وې او څه اغیز یې درلود سره له دې چی له پخوا د لوبډلې مرستیال وې؟

ځواب: دا د هر چا یو ارمان وي، دا د ویاړ خبره ده چی د خپل ملک لوبډلمشري مې وکړه، دا ویاړ هر چا ته نه نصیب کیږي خو الله پاک زما په نصیب کړه،  په لومړیو کې راباندې لږ اغیز و خو ډیر څه مې پکې زده کړل.

۱۱ پوښتنه: د کرکټ له پیلیدو لیګ بریکر وې؟

ځواب: نه ما په لومړیو کې تیزه توپ اچونه کوله.

۱۲ پوښتنه: کله دې هم دا فکر کړی و چی دومره غټ لوبغاړی به شې؟

ځواب: نه هیڅله هم نه، هر انسان د خوب لیدلو په څېر ارمانونه لري چی ما هم درلودل خو دومره ژر مې فکر نه و کړی.

۱۳ پوښتنه: څنګه دې وشول کړای چی د نړۍ ستر ریکارډونه مات کړې او ۱۰۰چټکې ویکټې واخلې؟

ځواب: بلکل ریکارډ ماتول څه اسان کار ندی خو ما د خپل زحمت، د مور او پلار او هیوادوالو ددعاګانو نتیجه ولیده.

۱۴ پوښتنه: په راتلونکي کې کومو موخو ته د رسیدلو پلان لرې؟

ځواب: راتلونکې کې مې پلان دی چی زه ځان نور هم فیټ وساتم او زیار وباسم او هغه ځای ته ځان ورسوم چی افغانستان یوه ورځ نړیوال جام وګټي.

۱۵ پوښتنه: چی کله د نړۍ په کچه یوه پیژندل شوی کس شوې په ژوند کې دې کوم بدلونونه راغلل؟

ځواب: بلې هو په ژوند کې مې ډیر زیات بدلونونه راغلل، په ناسته پاسته، تګ راتګ او خوراک څښاک کې مې بدلونونه راغلل.

۱۶ پوښتنه: د نړۍ په سترو لیګونو کې ولوبیدې او دا ځل هم د هندوستان په غوره لیګ ای پی ایل کې د مهمو لوبغاړو په قطار کې یې، دا څومره ستا د خوشحالۍ سبب کیږي؟

ځواب: ریښتیا هم په دومره غټو لیګونو کې لوبیدل زما او زما د راتلونکې کرکټ لپآره ډیر ګټور دي او چی کومې تجربې ترلاسه کوم هغه به له نورو ځوانو لوبغاړو سره شریکوم او بل دا چی ډیر خوشحاله پدې یم چی د افغانستان له نوم سره زما نوم هم یادیږي.

۱۷ پوښتنه: اوس وختونو کې چی ته ستوری شوی یې د کورنۍ پیغام دې څه دی؟

ځواب: بلې هو ټوله کورنۍ هم ماته دعا کوي او راته وایی چی خوی او اخلاقو کې دې تغیرات رانشي.

۱۸ پوښتنه: راشد ارمانه څنګه دې وکړای شول چی ستر هدفونه تر لاسه کړې لکه د ملي لوبډلې لوبډلمشري کول او د نړۍ ستر ریکارډونه ماتول او څو څو وارې پنځه ویکټې اخیستل؟

ځواب: بلکل زیار ویستل، د مینوالو او هیوادوالو دعا ګانې په ځان ډیر باوري یم او کوښښ کوم نور هم مخکې ولاړ شم او د افغانستان نوم روښانه کړم.

۱۹ پوښتنه: چی کله رسمي تمریناتو او یا لوبو کې نه یې په عادي حالت کې څومره تمرین کوې؟

ځواب: بلې هو چې کله په لوبو یا تمریناتو کې نه یم نو لومړی په خوراک کې ډیر پام کوم ځکه چی بیا هغې وخت کې انسان ژر وزن اخلي او بل دا چی تاسو ته بهتره معلومه ده چی یو لوبغاړی باید د خپل فټنس ډیر خیال وساتي زه هم په دې وخت کې دوه ساعته جیم کوم.

۲۰ پوښتنه: راشد خان به چا ته ډیر ګران وي؟

ځواب: هوتک صیب، ګران خو ټولو افغانانو ته یم او خپل مور او پلار ته.

۲۱ پوښتنه: راشد خان ته څوک ډیر ګران دي؟

ځواب: ماته خپل مور او پلار، خویندې او ورونه، خپل هیواد افغانستان خپل خلک او مینوال مې راته ګران دي.

۲۲ پوښتنه: راشد خانه مینه دې کړې؟

ځواب: کیدای شي.

۲۳ پوښتنه: مینوالو ته کوم وخت ډیر وخت ورکوې او ایا تنګوي دې هم او کنه؟

ځواب:  زه کوښښ کوم چی هر حالت کې مینوالو ته وخت ورکړم او که څومره مې تنګ هم کړي هغوی ته دا احساس نه ورکوم په ځان فشار راوړم.

۲۴ پوښنته: څو خویندې او ورونه لرې؟

ځواب: الحمد الله څلور خویندې او ۷ ورونه لرم.

۲۵ پوښتنه: د واده کولو اراده دې کله ده او د چا په خوښه یې کوې؟

ځواب: هوتک صیب، واده ته په نمبر کې یم او د مور او پلار په خوښه یې کوم.

۲۶ پوښتنه: خوراک کې دې څه ډیر خوښ دي؟

ځواب: ماهي مې ډیر خوښ دی.

۲۷ پوښتنه: په تازه میوه کې دې څه خوښ دي؟

ځواب: کیله او ځمکني توتان.

۲۸ پوښتنه: کوم رنګ دې خوښ دی؟

ځواب: سور، ژیړ او تور.

۲۹ پوښتنه: له څه کرکه لرې؟

ځواب: هغه څوک چی د مشر قدر نه کوي او دروغ وایي.

۳۰ پوښتنه: څه دې خوښ دي؟

ځواب: ښه اخلاق او ښه نیت.

۳۱ پوښتنه: کوم ملګري ډالۍ دې ډیره خوښه شوې؟

ځواب: د مینوالو مینه.

۳۲ پوښتنه: د سفر پر مهال په کورنۍ کې ډیر د چا پسې خفه کیږې؟

ځواب: خپلې ټولې کورنۍ پسې، مور او پلار، وریرونو او بیا ډیر د خپلې وریرې وفا پسې.

۳۳ پوښتنه: فامیل ته څومره وخت ورکوې؟

ځواب: کله کله ډیر مصروف شم لږ پاتې کیږم کور کې خو هڅه کوم چی ډیر وخت ورکړم.

۳۴ پوښتنه: د سفر پر مهال د کوم لوبغاړي سره ډیر خوشحاله یې؟

ځواب: له هریو سره.

۳۵ پوښتنهپیغام دې څه دی؟

ځواب: هیوادوال دې خپله ملي لوبډله دعا کې یاد ساتي او موږ هم کوښښ کوو چی بریاوې ورته راوړو.