ACB

افغانستان به په متحده عربی آماراتو کې، د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره د آیرلنډ کوربه توب کوي

د افغانستان کرکټ بورډ او آیرلنډ کرکټ په خپلو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو د تر سره کولو هوکړه وکړه، چې د روان کال په ډسمبرمیاشت کې، د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب تر سره کېږي. دغه هوکړه لیک، چې د روانې نومبر میاشتې په ۱۵ نېټه د دواړو لورو له خوا لاسلیک شو.

مهالوېش:

لومړې یو ورځينې نړیواله لوبه: سه شنیه، د ډسمبر۵ مه 

دویمه یو ورځینۍ نړیواله لوبه:  پنجشنبه، د ډسمبر ۷ مه 

درېیمه یو ورځينۍ نړیواله لوبه: یکشنبه، د ډسمبر ۱۰ مه 

د افغانستان د کرکټ بورډ په استازولۍ اجرائیوي رییس، شفیق الله ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل: "د دغو دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ د افغانستان او آیرلنډ لپاره يو ښه فرصت دی، ترڅو د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته، چې دواړو په یوه ورځ تر لاسه کړی دی، د یو بل پر وړاندې په رقابتي کرکټ کې سره مخ شي. همدارنګه د لوبو دا لړۍ به له دواړو هېوادونو سره د نړیوال جام د غوراوي پړاو په تیاریو کې هم مرسته وکړي، چې په راتلونکي کال کې تر سره کېږي. شارجه پخوا هم د دواړو لورو تر منځ د زړه راښکونکي کرکټ لوبو شاهده وه او موږ په دغه سریز کې هم ورته تمه لرو."

د آیرلنډ د کرکټ اجرائیوي رییس، وارن ډيټروم وویل:" دواړې لوبډلې به په دغو لوبو کې، مثبت رقابت کوي او خوند به ترې اخلي. دا په داسې حال کې ده، چې دواړه هېوادونه د کرکټ نړیوالې شورا نوي بشپړ غړي دي او په راتلونکي کال کې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره هم تیارۍ نیسي. زه ډاډه یم، چې لوبغاړي او مینه وال نوردغو سیالیوته انتظار نه شي کولی."