ACB

د شپونکي دوه رکاته لمونځ

Author : پیرمحمد کاروان

دعاګانې هغه مهال تقدیرونه بدلوي چې اخلاص او ارادې هم ورسره ملګرې شي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بري او بلوغ زرینې شېبې دي. د کرکټ ملي اتلان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په لوبو بوخت دي. له ښه مرغه لکه سوبمن یرغه آسونه مخ په بري هم روان دي. زه له کابل نه خوست ته راغلی یم او د خوست په یوه او بله راډیو کې د لوبې ژوندی حال احوال اورم. چې په کومه راډیو کې د لوبې بهیر ټکنی شي، د راډیو ستنه واړوم او بلې راډیو ته غوږ شم. د راډیو د ویاندانو غږونه را باندې خواږه لګیږي. هغه ځکه چې په دې جګړه ځپلو موسمونو کې یې هم په آواز او انداز کې هیلې او امیدونه راته ښکاري. هیلي او امیدونه په ژوندیو زړونو کې را زرغونیږي. د کاناډا له لوبډلې سره لوبه روانه ده. د راډیو د ویاندانو له خبرو داسې ښکاري چې افغان زلمیان ښه په څپو او په غورځنګ دي. خو په مخه کې یې یو نیم مقابل لوبغاړی داسې خنډ شي چې د افغان لوبډلې په بره تګ لږ را تم غوندې کړي. کله چې د لوبې یو دوه اوورونه د افغان لوبډلې په ګټه وي،نو بیا د راډیو ویاندویان د مستو زرکانو غوندې د خوشحالۍ نارې وهي. که دا مهال د شوقمنو اورېدونکو د زړونو مستي او غورځنګ یو ځای را ټول شي د چا خبره یو سمندر شور به ترې جوړ شي. د لوبې په دې برخه کې د کاناډا یو لوبغاړی د کرکټ د مبصرینو په وینا جارحانه لوبه کوي. چې غونډوسکی مخې ته ورځي یا شپږیزه وي یا څلوریزه. د دې لوبغاړي نوم زمونږ د خلکو په غوږونو څه عجیبه لګیږي. اشیش بګی نومیږي. اوریدونکي راډیوګانو ته تلیفونونه کوي وایي: دا اشیش بګی دې خدای و سوځوي نوره خو نو لوبه افغان اتلانو ګټلې بویه. بس نو د افغان لوبډلې د لیونتوب تر بریده مین زړونه لکه په ټال کې زنګیدونکي کله هوا ته جګیږي او کله هم ته به وایې له آسمانه ځمکې ته رالویږي.

ما هم وړوکې راډیو غوږ ته نیولې ده. کله د کور په انګړ کې ګرد تاوېږم، او کله هم له کلا نه ووځم او د شنې کروندې په پولو اخوا دې خوا ځم راځم. هههه زېری زېری زړه مې د ماشوم غوندې کټ کټ له خندا نه شین شو. د خوشحالۍ لاسونه مې و غورځول. بیا مې ناڅاپه اخوا دې خوا و کتل چې د چا خو به را پام نه وي. په راډیو کې یې د وېکټې د لګېدو د خرپ غږ واوراوه.

هغه ده اشیش بګی هم و سوځېده او لوبه بیا د افغان شاه زلمیانو په ګټه و کوچېده. دا وخت راډیو ته د خوست د یوه غره له لمنې نه د یوه شپونکي زنګ راځي. شپونکی د خپلې لېونۍ مینې خبرې کوي. دا خبرې مې پر دې زړګي داسې پستې مستې ګوتې وهي چې د زړه په ټوله مینه ژړا راځي. زه له ځان سره ژاړم او له خپلې ژړا نه یوه دنیا خوند اخلم. یا خدایه دا د مینې او خوشحالۍ ژړا دې پر مونږ غریبانو باندې څومره خوږه او ښکلې پیرزوینه ده.

راډیو ته د شپونکي تلیفوني خبرې چې ماته یې د خوشحالۍ ژړا راوستې څه داسې دي:

ــ ((اسلام علیکم. زما غږ درځي؟ زه یو شپون یم، د غره په لمن کې مې رمه خوشې کړې ده او ستاسو له راډیو نه د کرکټ لوبه اورم. خپلو بازانو ته دعاوې کوم، ان شاءالله چې لوبه به وګټي. له خپلو بازانو سره ډېره مینه لرم. وایم خدای خو دې یې په ټوله دنیا بر لري. تاسې به یې و نه منئ، په ریا یې مه کې ، رمه مې د غره په لمنه کې پرېښوده، زه راغلم په یخه چینه مې اودس وکړ، بیا مې دوه رکاته نفل لمونځ وکړ، بیا مې یاسین شریف تلاوت کړ، بیا مې خپلو بازانو ته دعاوې وکړې. بس همدا یو کرکټ را پاتې دی چې خوشحالوي مو نوره خو هسې هم ټولې دنیا زمونږ په مرګ پسې را اخیستې ده))

شپون لګیا و په خوشحالۍ یې راډیو ته په تلیفون کې خبرې کولې. دلته چې زه په راډیو کې د کرکټ لوبې ته غوږ وم، له یوې خوا د خوشحالۍ ژړا راتله، چې یو شپونکی د افغان لوبډلي بري ته خوشحاله دی چې نفل کوي او د یاسین شریف ختم پسې کوي.له بلې خوا یې دې خبرې له درده ژړولم چې :ټولې دنیا زمونږ په مرګ پسې را اخیستې ده.

زمونږ د وطن خلک همداسې له مینې ډک دي. ما په زړه کې کرل رېبل:

ــ که زمونږ خلک ژوند ته پرېښودل شي، که خپل او پردي ورسره دوکې او ټګۍ برګۍ و نه کړي، که دوی هم په پوهه او حکمت ځانونه جوړ کړي؛څومره د مینې خلک دي. څومره د امن او دوستۍ پلویان دي. څومره ښه زړونه اوښه ذهنونه لري. په علم او حکمت کې به لوړو درجو ته ورسیږي.کاشکې چې دا جګړې نه وای، بیا به زمونږ د خلکو مینې، پوهې او وړتیاوو ته درسته نړۍ حیرانه وه.

خبره مې د کرکټ سره ز مونږ د خلکو د مینې او د کرکټ د اغېزې کوله. په کابل کې راته یوه ځوان افغان تلیفون وکړ. غږ یې خوږ لګېده. شیرو شکر خبرې یې کولې. کله یې پښتو ویله او کله هم دري. چې په پښتو کې به ټکنی شو خبرې به يې په دري کړې. په تلیفون کې راته وایي:

زه یو افغان سندرغاړی یم، نوم مې ویان هنرجو دی. ما یې خبرې ورلنډې کړې ورته و مې ویل چې همدا ساده خبرې دې هم خوږې لګیږي. راته موسک شو ویل یې چې ماته دې خپل ادرس راکړه زه درځم یو خدمت درباندې ږدم. ما وې خدای دې راوله هرکله. د خپل ځای ځایګي ادرس مې ورکړ. یو ساعت نیم وروسته یو ښایسته ځوان راغی. خبرې یې خوږې وې، ما داسې انګېرله چې له مودو مودو سره پیژنو. ویان هنرجو راته ویل:

زه په دواړو ژبو سندرې وایم، مورنۍ ژبه مې دري ده خو له پښتو سره هم ډېره مینه لرم، هو نو د وطن ژبه مو ده. د ویان مخلصانه خبرې را باندې خوږې لګېدې،او سترګو ته مې د د خوشحالۍ اوښکې راتلې. ویان ته مې وویل چې اوس نو هغه اصل خدمت ووایه. کټ کټ له خندا نه شین شو. د هنر په رموز پوهېده. راته کړه یې:

زه پوهیږم چې شعر هنر دی، او هر هنر خپله طبیعي فضا غواړي. خو که هر څنګه کیږي ماته به د کرکټ یوه پښتو سندره لیکې. ما په خندا ورته وویل:

په سترګو، که په طبیعي ډول سندره را پیدا نه شي همداسې د آورد په زور به یې لیکم، ځکه چې مونږ یاران په في البدیهه شاعرۍ کې هم د چا خبره لږ نوکي لاسونه لرو. ویان خوشحاله شو. بله ورځ مې دا سندره ورته ولیکله او څه موده وروسته ویان سندره کړې وه. سندره دا وه.

په خرپ ور ودانګئ ميدان ته د ورتلو موسم دى

يه دکرکټ شازلمو بيا د ولولو موسم دى

لوبه احساس غواړي او لوبه بې اخلاصه نه شي

د بال مرغۍ چې په هوا کې درنه خلاصه نه شي

ددنګو غرونو ګوربتانو د حملو موسم دى ===

لکه شاهين يې په دې شنه آسمان کې ورپوئ

تور، سور، زرغون بيرغ په ټول جهان کې ورپوئ

زړونه و نه بايلئ د لوړو حوصلو موسم دى ===

په غره کې شپون راډيو ته غوږ دى د بال خرپ دې اوري

منډې په شرنګ جوړوه ګوره د پښو ترپ دې اوري

ستا د بري په وياړ اتڼ دى د ډولو موسم دى

====

د ماشومانو لپې هم له دعا ډکې ډکې

ته چې وېکټې ولې ته چې وهې چکې چکې

شور دى ، غوغا ده ، دخوښۍ د غلبلو موسم دى

===

افغان کرکټ داسې ښکاري چې د افغان وطن په همدې بدو حالاتو کې تر هرې موسسې، هر کار او هرې پروژې کامیاب او مخ په بره روان دی. جنګ ځپلو زړونو ته د امن نرۍ او ژوند بښونکې وږمې بښي. دا څو ورځې وړاندې چې افغان کرکټ ملي لوبډلې نړیوالو لوبو ته په حیرانوونکي بري ور ووتل د وطنوالو د ماتو زړونو په سویو بیابانونو کې یې د هیلو او امیدونو سره غاټول را و ټوکول. په انټرنېټ کې مې له امریکا غږ راډیو سره د آغلې سندرغاړې نغمې مرکه واورېده. مرکه د کرکټ یوه مین ژورنالست هاند صاحب کړې وه. خوږه په دې را باندې ولګیده چې کله د وطن سندرمارې لور آغلې نغمې د کرکټ ملي لوبډلې د ملي اتلانو حیرانوونکی بری لیدلی نو له خوشحالۍ یې چیغې کړې دي، او شا وخوا فضا یې د بري په چیغو سندریزه کړې ده. آغلې نغمې ههههه له شاعرانو ګیله کړې وه چې دوی د کرکټ دومره لوی بري ته هم شعرونه نه وایي.

ښه وایي، کله کله شعارونه تر ښو شعرونو هم په وطنوالو ښه لګیږي، او پیامونه هم ښه رسولی شي. نن سبا چې زمونږ وطن له هرې خوا نه په غمیزو او جګړو کې را ښکېل دی، ښه ده چې د نغښتو پیامونو او باریکو هنرونو تر څنګ یو څه واضح پیامونه او د امن تصویرونه وطنوالو ته ورسوو. دا که په شعر کې وي، که په کیسه، ډرامه ، نقاشۍ سندره ... کې وي. د آغلې نغمې مرکې راباندې د کرکټ دا سندره هم ولیکله:

شپه د ستړي ژوند یې په اُمید باندې بدله کړه

لوبې د کرېکټ د سولې سپینه ډیوه بله کړه

***

ګران وطن یې واړاوه په لویې خوشحالۍ باندې

رپي مو بیرغ په ټول جهان کې په سیالۍ باندې

ټول د مور وطن بچي یې امن ته لېواله کړل

بر به مو باران د رحمت شي پر وچکالۍ باندې

هر یوه افغان ورته دعا د زړه له تله کړه ====

 

لوبې د کرېکټ څه عجیبه اتلان وروزل

خاورې د افغان وا وا څه ښکلي ګلان وروزل

ربه ته یې تل له بد نظره په آمان لرې

تا خو په نیستۍ کې راته دُر و مرجان وروزل

 

ډکه مو د ژوند هره لحظه له ځل و بله کړه

====

یا ربه په زړونو کې مو مینه او اخلاص لرې

هر بچی د دې وطن له هرې بلا خلاص لرې

کرکې او کینې مو ربه داسې له زړه و توږې

زړونه مو غمي لرې غمیو کې یې خاص لرې

جنګ دې مړ شي خدایه ژوندۍ سوله مکمله کړه

====

۸حمل۱۳۹۷ هجري شمسي

دا زړه مې داسې راته وایي چې افغان کرکټ به په دې جنګ ځپلي وطن کې یو زرغون، د امن ، خوشحالۍ، بري، ملي یووالي او مینې انقلاب را ولي. ان شاءالله.